اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

د ارواښاد حاجي صاحب امان الله یوسفزي په وير

ګوره ستا ديدن ته ټول ياران راغلي دي
بيا دا ستا مسکن ته ټول خپلوان راغلي دي
تا زموږ سره وداع کړه رانه لاړې
ستا ديدن ته په تلوار دوستان راغلي
چم ګاونډ ژړېږي ستا اخلاق پسې
ګاونډيان هم دي بچيان راغلي دي
صبر دې نصيب شو تر اخيره ته صابر شوې
ستا مقر ته ګوره خاموشان راغلي دي
ستا د طريقت ورونه تل تاته دعاګوى دي
ستا مرقد ته ګوره فقيران راغلي دي
ورشه اى حميده دې مرقد باندۍ تسل وکړه
واى فداي چې ستا خاصان راغلي دي

29.03.2014

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←