اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

مرداره پیسه

16.05.2014 : په اهلیت کې

د پردو ښویکی جوړوي له تا مرداره پیسه

د خپلو تریوکی جوړوي له تا مرداره پیسه

مسلماني او پښتونولي دې سمه هیر ه وي

د ټولنې خوشکی جوړوي له تا مرداره پیسه

خوشکی ( سوډر)

***

په سیاست کې

جنتي او رهبر جوړوي له تا مرداره پیسه

وکیل او مشر جوړوي له تا مرداره پیسه

ته چې مرداري ګردی ځغلوې لکه مرغټانه

الم سور اوځیګرور جوړوي له تا مرداره پیسه

***

په غیرت کې

نه خاینیږي چې خاین سي افغان

بیاپه تشو بولو پلوري ایمان

ممیز او پنبه دانه ورته سي یوه

هر تراشیلي لرګي ته سي کمان

***

په محبوبیت کې

نن چې دلته یو خر وزیر مقرر سي

ترکوډي اوپردي یې میلونر سي

واه دا مقام چې دی هم تخت او بخت

هغه خر په ټاکنو کې بیا رهبر سي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←