اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د بابا کوره

څنګه لوټي لوټي پروت ئې
اې ځما دباباکوره
هره ټکه په تاسمه
ته يې کړي دوباکوره
په ګلونو ښائيسته وي
هره پوله زرغونه وه
چاپه غم باندي اخته کړي
دښائيست وښکلا کوره
خنداګاني محفلونه
دځوانانو اتڼونه
ښه خوشحال به ژوندون
دمسکا او خندا کوره
خوشحالۍ په غم بدله
لويه ربه ته يې مل شي
په هر کورباندي يې ماتم دي
سترګي سري دژړاکوره
په ډبرو سره ولي
يو بل ټول دښمنان شول
په سرو وينو کښې لمبېږي
دغرت او انا کوره
ماته مه راوړئ نکرېزي
ځمالاسونه دواړه سره دي
ځماورور په وينو رنګ دي
چا خراب کړي ځماکوره
کوم بچي کم په کراره
کوم بچي په دلاسا کړم؟
بس دي نور ته په کرار شه
دبچو دصبا کوره
ځموږ تورسري شوي سرتوري
په ليلام باندي خرڅيږي
ځمااو ستاغيرت يې ځکه
کړي ځما دښو اولياء کوره
خپل پردي دښمنان شول
تور دښمن دي درلويدلۍ
زه بازياب په رښتيا وايم
ځکه يې درښتيا کوره

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←