اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خونړۍ توپان

څومره سخت ټپي شوی چې د غرونه هم نړیږي
زما ګرانه وطنه د تاریخ دې پرتمونه هم نـړیږي
د ارګو د شهیدانـــــو ویر ماتم لا ختــم نه دی
چې په ټول وطن ژړا وه آ وختونه هـــم نړیږي
ټول ملت چې د قاسم په شهادت غمګین غمګین و
اوس دوښمن کرښې راباسي وحدتونه هم نړیږي
لوبغـاړو شاه ځلمــــو چې د بري توغونه راوړل
لـور په لـــور د خــوشالیو اتڼوڼه هم نړیـــږي
چې د توری له شرنګا یې ځمکې غرونه لړزیدله
د کندهار او د هلمند ستر عظمتونه هـــم نړیږي
کونړ ځاله د زمریانو ننګرهار کور د باتــــورانو
د دې اتل ټاټـــــوبی ګلکـــڅونه هـــم نړیږي
څوغله کمین کې ناست دي توطیې لري په سرکې
د لیونیو ببرســــــرو لښــــکرونه هـــم نړیږي
په خوله سپکـــې سپوری وایی اخته په غوروپرو
د وروڼو ملیتونـــــو ستر ننګـــونه هم نــړیږي
خونړۍ تـــوپان افغـــــان ملـــــت ته ګواښي
آ درنی ککـــــرۍ نشته تدبیرونه هــــم نړیږي
د هــــمت په تــــوره مــلا تــړی ځـــوانانــو
اکبري په وینو ژاړي ګنی سوبی ارزښتونه هم نړیږي
شاعر : بسم الله اکبري
ترتیب کوونکی : انجنیر عبدالقادرمسعود
۱۲-۰۷-۲۰۱۴

Published: 14.07.2014

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←