اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

بې نصابه پښتانه

باغ چي ديوال نلري تاک چي خوازه نلري
لکه پښتون چي کور کي توره او برچه نلري

دجنوبي پښتونخوا دا پښتانه داسي بويه
لکه چمن چي يوه درخته زرغونه نلري

نه خپل نصاب لري نه سکول کي کوم پښتو مضمون
دپښتو زدکړې ته خواران هيڅ تلوسه نلري

کلونه وړاندي يې له کاڼو وې هندارې جوړي
کلونه روسته په پښتو کي قاعده نلري

دژړک نوم کي يې د [ ړ ] پر سر وي [ط] ليکلې
دا خلګ [ ڼ ] نلري دا خلګ مڼه نه لري

لا به تر څو دا پنجابى نصاب پښتون ته وايي
لا به ترڅو دوى په سوچه پښتو قبضه نلري

دسحرا خلګ ملامت ګڼي چي درس نه وايي
پخپله ښارکي ښوونځۍ او مدرسه نلري

دايې عادت ندى چي غرکاڼي ويشتل نه کوي
بخت يې کوټه دى داچي غرلاس او پښه نه لري

پيغور يې نه ګڼم الهامه ! زړه دي درد کوي چي !
دپښتنو غفلت مو ولي اندازه نلري

2014/08/22
سيداحسان الله الهام

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←