مينه، ارمان، زړګي
مينه نه وه سور تنور وه پکي اور شوم
ليوني شوم د خندا د کلي کور شوم
ستا لیدل خو تیره غشی وه زخمي شوم
منزل ورک شو په ژړا شوم په هر لور شوم
ستا ليدو خو ماته عمر دوزخي کړه
د بد نوم په طومتونو باندي تور شوم
اوسوم اور شومه ايره شوم راته ګوره
ته جدا شوي زه اخته اوس په پيغور شوم
بس نعيم دي په الله(ج) سپارم دلبره
ستا په غم کي ليوني شوم اوس په ګور شوم
________________
ارمان
زه به سل ځله تري زار شم
که يي سل ځلي پکار شم
زما تن ده زما خاوره
تري قربان زه په څو وار شم
که په بده څوک ورګوري
ورته سترګو کي به خار شم
ستا به نوم زما په خوله وی
له ګړنګه که ګذار شم
دا وړوکي ښار مي زړه دي
صدقه شم له ننګرهار شم
چه بهار شولو خزان ستا
زه به هم خپله بهار شم
چه دی نوم زما په خوله شي
نو بيا څو ځله تکرار شم
ستا په غيږ کي د هر بوټي
چه تر وينو مددګار شم
چه په لاس يي جوړولي
زه دي بيا هغه نجار شم
د نعيم ارمان په زړه دي
ستا په خاوره چه هوښيار شم
________________
زړګ
کله خنديږي زړګي
کله ژړيږي زړګي
د چا له غمه ربه
کله ودريږي زړګي
څومره وفا ده زړه کي
کله هيريږي زړګي
ته دي کبرونه کوه
کله بديږي زړګي
دا ستا له ميني ياره
کله صبريږي زړګي
زما په مينه به ستا
کله یادیږي زړګي
چه رقيبان ژوندي وي
کله رغيږي زړګي
د چا په مينه کي نن
کله رسيږي زړګي
نعيمه بس کړه مينه
کله خپليږي زړګي
Naeem Akhlas
