اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

مينه مى په مينه باندى پوه نه ده نادانه ده
د عشق په فلسفه کى هسى خوشى سرګردانه ده

د ناز په خوب ويده ده خو په خوب کى کرشمى کوي
جهان که سره لمبه سي دا پخپله لار روانه ده

ښکلا لري، ځواني لري، غرور لري،ادا لري
په مينه راته ګوري خو په زړه کى پرېشانه ده

د ښکلو په بازار کى سوداګره ده د سترګو
حوره ده، پري ده، پاس راغلې له اسمانه ده

غمزه کړي، اشارت کړي چى راځه څنګ کى مى کښېنه
که لږ څه ورنږدى سم بيا هغه ساعت پښېمانه ده

په ناز په نخرو ګوري خو باڼو باندى ويشتل کوي
د زړونو ښکاري ده پرهارو ته يى خندانه ده

ګوره شينډنډيه ته د ښکلو نه وفا غواړې
ښکلي بى وفا دي دا ثابته له زمانه ده.

Pohanmal Amir mohammad Shindandai
Da kabul pohantoon ostad

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←