اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

چی لوټلی زه د هر جبر قارون یم *** زما لویه ګناه داده چې پښتون یم
بدنام کړی چې دهر دور قانون یم *** زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

*

بل خرڅ کړی یمه خپلو رهبرانو *** د وختونو په بې رحمه دلالانو

په مخ مخ یمه وهلی غاصبانو

چې حالاتو په دار کړي نن پرون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

*

په خپل کورکې یم بې کوره پاتی شوی *** زور لرم خو یم بې زوره پاتې شوی
په شته مور کې یم بی موره پاتې شوی

داچې هروخت کې دخپل ځان په لټون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

*

چې راټول شم د سلګو بدل په اخلم *** ددی واړه محرومو بدل به اخلم
د هر ظلم او سختو بدل به اخلم

لا مړ نه یم زه په تمه د بدلون یم
زما لویه ګناه داده چې پښتون یم

لایق زاده لایق

15.11.2014 Poet: Layaqzada Layq

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←