اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د ډیورنډ کر ښه که د ډیورنډیرغل۰ خال کامران۰

خط د ډیورنډ زه یادولاي نه سواي۰
چې ډیورنډ نن ز ما په کور کښې دې ناست ۰

دا شرمنده حالات منلاي نه سواې ۰
چې پښتون واړه نن په اور کښې دې ناست ۰

درانه بمان یې نور زغملاي نه سواې ۰
نه یم ترهګر زه په خپل کور کښې یم ناست ۰

خوږې خبرې سره بمان نور ګلولاې نه سواې ۰
بیوزلي وږي په سره اور کښې یم ناست ۰

کړې مي نه دي مریېتوب ، هیڅ یې کولاې نه سواې ۰
زه یم پښتون، په خپل غرور کښي یم ناست ۰

دا هولناک د شپي خوبونه يادولاې نه سواې ۰
نه مې کږدې نه مې ګنبته په تنور کښي یم ناست ۰

اختیار د مور او خپلې خور څخه تیریدلاې نه سواې ۰
نه غواړم کلب او کبري ؛ زه په خپل کور کښي یم ناست ۰


Khaal Kamran

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←