داسې مې زړه کې پروت يې
داسې مې زړه کې پروت يې
لکه يو پټ راز
د چا په شونډو راشي
بېرته يې کړي دننه
تيږه پرې غټه کېږدي
چې راز يې نه شي رسوا
خو ناقراره احساس
شي د جذبو سره مل
ګوګل کې شور جوړ کړي
راز ترې نه بيا څرګند شي
راشي د شونډو سر ته
اظهار د مينې وکړي
د محبت په ژبه
جهان ترې ټول خبر شي
زما د مينې په حال
هغه ترې نه خبرېږي
هغه پرې نه پوهېږي
چې په ما څه تېرېږي
چې کله پوى شي په حال
مخ رانه واړوي زر
وايي چې تا رسوا کړم
تا سره مينه نه کوم
بيا مې د اوښکو سېلاب
تر ګرېوانه ورسي
وايم چې کاشکې دا راز
ما په ګوګل دننه
تر عمره وى ساتلى
نه به په شونډو راتلى
نه به عالم خبرېدى
نه به دا ستا په ګوزار
"بيدار" په زړه لګېدى
نه به دا ستا په انکار
"بصير" په زړه خوږېدى
Basir Baidar Storai
Peshawar - Pakhtunkhwa
