اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د شهیدانو قافلی

زما اوستا چی به ښی شپی وی په کی
دلیلی ، مجنون چی به میلی وی په کی...
افغانستان خو جنتی وطن وه
د جنتیانو به قبلی وی په کی
له هسکو غرو او له سیندو یی جارشم
څومره ښایسته ښایسته دری وی په کی
پرون یو مور په چیغو چیغو ژړل
چی د ځوانانو ادیری وی په کی
پکښی ستار رباب منګی غږیده
اوس یی هر خواته جنازی وی په کی
چی هره لویشته یی ګلاب ګلاب وه
نن هلته خاوری او ایری وی په کی
څنګ چی نن ده پرون داسی نه وه
دمیرویس خان غوندی شملی وی په کی
حفیظ ملیاره کوم درد زر وژاړم
د شهیدانو قافلی وی په کی

abdul hafiz malyar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←