مقام
خدائي ورکړي وه هر چاته نصيونه
په چا ښه وي په چا بد راسي وختونه
څوک باچا ده زمانې کي وي خوشاله
چاته جوړکړي دشمنان خپل اولادونه
د قلم ليکلي څوک بدلوي نه شې
په احسان مسلم به هم راسي وختونه
غزل
ښه سوه چې ياره تجربه مې وسوه لږ څه تاوان
ډېره فائده مي وسوه
د عشق مضمون کله وئيلي وما
په خوب وده دا ارده مي وسوه
خپلي بې کسې ته سوچو وړي ومه
خدائي کم بچاو غټه فائده مي وسوه
له خپله بخته ګيله من نه يمه
د ژوندون لوئي فيصله مه وسوه
احسان پام کوه چې ونه پرزي
ده مسلم ټول سرمايه مې وسوه
احسان الله مسلم
