اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اوسنی یاران دی خوشی

چه حاجت ئې درته وشې
ستا به پلار ستا به نیکه شي

کار چه خلاص شی داسې تښتی
دلیندې نه لکه غشي

چه یاری په شلتالو شي
دا یاری به یاری نه شي

نن خو دومره یاران ډېر شو
لکه سیند کښې خشي پشي

سخا بادام دی وائې نه خلې
یو به ډک وی سل به تش ېی

په فائده دی ظاهر خاندی
خو پکښې اوبه اوبه شي

ته په دغه لاره مه ځه
غنی دا به درته ښه شي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←