د څوکۍ روهینه
پلار مې اجل وړى دى
بدبخته مور مې هم
له پلار سره په غبرګه جنازه تللې ده
او زه تور بخته (روهينه) په سپين ميدان پاتې
ماته يوازې يو کاکا په زړه صندان پاتې
داسې کاکا چې د وحشت يې انتها نه وه
خو د پښتون قام د رواج تمه ترې دا نه وه
زما زندګي خداى اوږدوله، خو ده لنډه کړه
په ماپسې يې د وجدان دروازه بنده کړه
او هغه ورځ يې د ((څوکۍ)) په بازار پرېښودمه
لکه پسه يې د تنور په لمبه کېښودمه
ماته د خداى په قدرتو پورې خندا راغله
سر په زنګون کېناستم بده انتها راغله
او د خپل خوار قسمت په مړي ښه ژړا راغله
ما د ((څوکۍ)) په کوم ديوال تکيه ونه وهله
ما وې چې خداى مه کړه دېوال مې شاته پرې نه وځي
او د دېوال شاته
کومه بې وسه نجلۍ
زما په شان د بدعمرۍ په دام کې کېنوځي
يا هم د خپل پښتون کاکا له لاسه
څوکۍ نه پورته په کوم بل بازار کې پاتې نه شي
اسمان ته هم نه ګورم
زه وايم هسې نه زما د سوي اه له زوره
اسمان لمبه ونه کړي؟ خداى په ځمکه قهر نه شي
او قيامت بې له جمعې چرته برپا نه شي
ځمکه هم نه ګروم
ځکه چې دا مې هم په غېږ کې د نيولو حوصله نه لري
څو پښتانه، څو هډور څو شازلمي ګورمه
خو د غرور پر اوږو لاس نه ورږدم
زه وايم هسې نه زما په غږ کمزوري شي
او د کاکا په څېر دوى هم رانه زړه توري شي
سترګې باور نه کوي داسې امتحان راغى
ماښام راورسېده، شړقنده (باران) راغى
دنيا چې هر څه کوي، زه باران ته پاتې شومه
دومره يې پريوللم د خپل قسمت له ګرده چې
ځانته مې وليدل، حيرانه ځان ته پاتې شومه
نورولي سعید شینواری
(خوږ ذبیح الله باران ته چې د روهینې د کیسې په خپرولو یې وژړولم، خو خوشاله یې په دې کړم چې د انسانیت تر ټولو ستر مثال یې جوړ کړ او د خپل کاکا له خوا په څوکۍ بازار کې پرېښودل شوې، بې کسه روهینه یې لکه خور په خپل کور کې وساتله.)
———-
(د روهیني په بیچاره توب، د کاکا په بې غیرتۍ یې او د خوږ ورور ذبیح الله باران په میړانه مې اوښکي توي شوي، د غم او خوښۍ ګډوډې اوښکي له نه بیانیدونکې عجیب احساس سره.
شکر انسانیت لا ژوندی دی.)
رضوان الله شپون
