اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

سوات

راشه په سوات کښې دا تیارې او دا تورتم وګوره
راشه جنت کښې سرې لمبی د جهنم وګوره

راشه هر کورکښې ژړاګانې دی محشردې کنه
راشه په سرو وینو د سوات هریو سنګر دې کنه

راشه رودونه د سرو وینو چم په چم وګوره
راشه جنت کښې سرې لمبی د جهنم وګوره

راشه بارودو باندی سوې دا چمن دې کنه
راشه کنډر کنډر دا وران ویجاړ وطن دې کنه

راشه قطرې قطرې دسرو وینو شبنم وګوره
راشه جنت کښې سرې لمبی د جهنم وګوره

دپختونخواه وطن په وینو باندې سور دې کنه
خدایه د ظلم بازار ګرم دې تنور کنه

راشه په کنډو یتیمانو دا ستم وګوره
راشه جنت کښې سرې لمبی د جهنم وګوره


Feroz Khan Afridi
Doha Qatar

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←