اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د هدف لوری ته

زه به خپل د هدف لوری ته لار باسم

​ډیر ظلمونه، استـــبداد او نا کــــردې
​​په ما وکـــول نامـــردې زمــــــــانې
​په غمونو کې پیدا سختو کې لوی شـوم
​​په زحمت کې تـــیروم لا ورځـې، شپې
​په سړو او په ګرمو او شکــنجو کـــی​​
فلک وکړې په ما ډیرې تجـــــــربې
​لا هــــنوز که د ثبات امــتحان اخلی؟​​
ور پــه ګـوته بـه کـــړم نورې نــښا نې
​پریږده پریږده چی ارمان ئی پاته نشی
​​هــره خـوا دې را تـــه بلې کــړي لمبې
​زه به خپل د هدف لوری ته لار باسم​​څوک چی څه کوی هغه د کړی نخری!
خیر که ته ئی رانه بیله زې تنها کړم
را ســره دی ســتا د مینی خاطـرې
​​​​​​​​(نورمحمد غفوری)
​​​​​​​بلغاریاــ صوفیه

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←