جانان
چېرته دى د بنګ غوندې، لونګ غوندې وږمه جانانه
اوري په زړګي مې لکه سپينه پاغونده جانان
چا ويل بې رنګه يم او ټول رنګونه نه لرم
تاو مې له وجود دى لکه زېړه زرغونه جانان
کله به يې حسن غورځنګ وکړي راخوره به شي
زه د ساحل غاړه يمه او دا د سيند څپه جانان
Arwahaad Farhaad
