د ښامارې خدمتگار ته
اې ښاغليه!!
د باروتو د لوگيو
د ښامارې خدمتگاره،
پرېږده،
نورې ورځې شپې د ولسونو
د غمونو د ښامارې
له منگولو شي راخلاصې.
ته خو گوره چې دې ځمکې
د پايښت دې ذمه وارې
څومره ښکلى د اتڼ مدار نيولى
پرېږده پرېږده،
چې د لمر د وړانگو لښتې
د رڼا ډولونه ووهي په مینه
او د ځمکې گردۍ ونه
ورته تاو کړې زرغونې شانداره څڼې.
ته پوهېږې خدمتگاره!؟
تا زموږه په گډ کور کې
د باروتو د ښامارې
زهرجنې اټومي هگۍ ساتلې.
په دې پوه شه
که ښاماره د باروتو
زهرجنې اټومي هگۍکړې ماتې
او راووزي ترې بچي د دې ښامارې
نه به ته يې، نه به زه يم
نه به دا ښکلي سيندونه،
نه به غرونه، نه به بوټى، نه به ونه
نه به دغه ښکلى پنځ نه به پايښت وي
دا هستي زموږ د ځمکې
دا مکان او دا زمان به
څو شېبو کې شي خوراک د دې بچوړو
سم به جوړ شي يو قيامت د قيامتونو
ستا د لوى غرور دا غر به
سم له بېخه ونړيږي
او دا گرانه دبدبه به
دې په خاورو کې شي خاورې
بيا به ټولې «اوبه تېرې وي له ورخه .»
اې ښاغليه!!
د باروتو د لوگيو
د ښامارې خدمتگاره،
زه يې وينم
د احساس مړى دې وينم
چې تا وخته د خپل مړه ضمير تابوت کې اچولی
او لگيا يې تورو خاورو ته يې سپارې
غواړې دواړه مړي يوځای سره خښ کړې
که ته سم يې
لېونى، ناجوړه نه يې
د اوږو پر منځ دې روغه
د سليم عقل ماڼۍ وي
نو ته ځير شه
اراده دې کړه راويښه
د احساس مړى دې پورته کړه له خاورو
د ضمير مړي ته ځان لږ مسيحا کړه
يو څو څاڅکي د تلپاتې
واقعيت په خوله کې ورکړه
پرېږده وغړوي سترگې
شاوخوا زموږ د ځمکې
د وجود ټپونه وگوري
په ويښو رڼو سترگو .
اې ښاغليه!!
د باروتو د لوگيو
د ښامارې خدمتگاره،
تا به نه وي اورېدلی
د پښتو هغه متل چې :
«که تا وويل چې زه يم، او ما وويل چې زه یم،
نه به ته يې، نه به زه يم،
که تا وويل چې ته يې او ما وویل چې ته يې،
هم به ته يې، هم به زه يم»
نو،
راشه غوږ شه!
ته چې نن د خپل اومه اند
په زړه بنديخانه کې بندېوان يې
اراده دې کړه خپلواکه
د دې تورو اندېښنو له زنځيرونو
راشه يو ځاى، موږ په گډه
زموږ د ځمکې د وجود ټپونه
غوړ کړو نن
د سولې په ملهمو.
د ۱۳۸۲ لمريز کال زمرى
(محمد طاهر کاڼی)
