اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دا حالات چاته د زغم وي؟

نورمحمد غفوري

​

په هېواد کې مو چې شپه او ورځ ماتم وي!​

نو به څه شوق د وصال او د صنم وي؟

په وطن چې اور بل شوی، دود جګږيږي

چې بې غمه ناست وي، کله به آدم وي؟

په اوږوچې د زامنو جنازې وړو​

خود به جوړې ویالې، د سترګو نم وي!

بیسواده چې حاکم عالم ګدا وی​

دا وضعیت به نو د چا په فکر سم وي؟

چې چوکۍ په میراثي ډول تقسیم شي

اې ځوانانو دا حالات چاته د زغم وي؟

چې ملت په اتفاق قدم وانخلي

نوپه برخه به یې خود، دایـم الم وي

چې یې توان د ادارې د مــنصب نـــه وي​نــاپوهان بـه وي چې بیا ورتـه اړم وي؟

که (بــدلون) تــه لاس وا نه چوو مــلګــرو​(تــــداوم) به مو د ژوند تـر پایه غم وي

که مو بام پرې تکیه نه شي، ستون څه کړو​نــــړوو بې! کــه اول او کــه پنـځـم وي

که دا علم، صداقت معیار د سنج شي

(غفوري) به نـو له چانه کله کم وي؟

۱۰ / ۱۲/ ۲۰۱۵

​

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←