اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

پښتون غزل

چي زړه راښکون مي د سلګو نشته

ستا هغه شان د موسیدو نشته

دا زۀ چي سم درته کتۍ نشمه
زما په سترګو کښي پوښتو نشته

باڼه دي ټول شي ملاتړ د نظر
چا وے یو غږ د پوښتنو نشته؟؟

ځوئ د مغل چي کړي د زړونو سره
پښتنے حق د میلمنو نشته؟؟؟؟؟

تر څو چي پيغلي حوصلي لری څوک
کمي په قام کښي د زلمو نشته

خدایه په خود شو جوړ د روح لیونے
چي ئ ښکالو د زولنو نشته

پریږده توهين دي د زنځیر مکوه
اوس خو غوغا د لیونو نشته

زلمي د نمر غوندي سر بیا کړي اوچت
ویره ئ هیڅ له غر غرو نشته

خپلو پښي ابلو ته صحرا پاکوي
ولي مقصد د بړبوکو نشته

چي مخ او زلفو د ځوئ بوئ کړو بدل
وس هغه خوند د ورځو شپو نشته

چي بهاني دِ د مسکا سره شوي
اوس مي امکان د تیروتو نشته

تل دي دا سترګو په وینا تیر اوځي
زما په سترګو کښي پښتو نشته

زلفي دي یو څه مخ دي بل څه کوي
حیف چي یو خیال د پښتنو نشته

اوس به زبان د پوښتني غواړم
قول او اقرار ئ دا لیمو نشته

ضبطه چي اوښکي درنه لاړي نشي
خوند دا خفا،د ارتینو نشته

حمزه ملت کښي دِ ځواني اوشینده
لا ورځي شپي د زړیدو نشته

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←