اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

سوله

سوله امر د الله دی ، سوله سنت د محمد ده ++ سوله پوهه ده، همت دی ، د ژوندون جد او جهد ده
ماشوم سوله کې روزېږي؛ بوټي سوله کې شنه کېږي+مکتب په سوله لوستل کېږي، الفبا ده که ابجد ده
مینه سوله کې ښه ښکاري، عشق د صلحې طلبګار دی+ په سوله کورودانیږي، د ابیض که د اسود ده
پرمختګ بې سولې نه شي، په جګړه کې شاته تګ دی++ لږ څه وګورئ دنیا ته ، له ګهوارې تر لحد ده
طبابت دی که انجنیري، ستور مزلي ، کمپیوټر هم+++ سولې، پوهې له برکته ، مخ په لوړ دي بې له حده
حمید زړه ور وايي ای وروڼو!د آسیا په زړء کې یو شئ++ ولسواکي د ولس ده، نه ع غ اونه زامنود عبدالاحد ده!

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←