اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

امن پسي ګرځم

ستا ‌ډېرو وعدو له کاره وويستم
غم او انديښنو له کاره وويستم

امن پسي ګرځم چې به چرته وي
نور دغه جګړو له کاره وويستم

مړه بيا په څه رانه خفه شولي
‌‌ډېر دي په نخرو له کاره وويستم

ما چې به پر ي ‌ډېر زيات اعتبار کوه
خدايګو چې هغو له کاره وويستم

زه په ګل مين حسن پرست يمه
ګل سره ازغو له کاره وويستم

هره ورځ يو نوي تماشه وينم
نور يئ په توبو له کاره وويستم

هره شپه " بيدار " يم ستا يادونو کې
بس دي شوګيرو له کاره وويستم

بصير بيدار ستوری

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←