اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غلام نه يم

يم غريب خو د " خانانو " غلام نه يم
د وختونو د " خدايانو " غلام نه يم

په دي خپله عاجزۍ باندي مي ناز دې
د شاهانو " نوابانو " غلام نه يم

چې په "سخته" کې خپل "قام " يواځي پريږدي
زه د داسي " رهبرانو " غلام نه يم

سر کوزی مي په يو حال کې عادت نه دې
يم انسان د" انسانانو " غلام نه يم

ما زده ګړي خوداري د " ليونتوب " نه
شاهنشاه يم د "شاهانو " غلام نه يم

زه عاشق يم په آلفت مي عقيده ده
خو د حسن د" بوتانو " غلام " نه يم

چې نشه د درويشۍ لرم " لا يقه "
د اختيار د خاوندانو غلام نه يم

لا يق زاده لا يق

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←