اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

جنګيرکې

ژبورې جنګيرکې، جنګيرکې!
زړه مې څله خورې شيشکې، جنګيرکې؟

بس کړه بس کړه، له ناندرو نه دې لوګى شم
رقيبان وهي چکچکې، جنګيرکې!

ژاړه مه، راشه خوړلې خو مې نه يې
در واپس به کړم مچکې، جنګيرکې!

زما سترګې آباسين د سرو ګونګريو
ته تصوير شه د بطکې، جنګيرکې!

د سرو شونډو د کنځا بلا دې واخلم
ګل شي وسپړي غونچکې، جنګيرکې!

زړه هلمند، آرمان طالب او دا ستا سترګې
بې پيلوټه الوتکې، جنګيرکې!

ته وا ستا نو د حمزه بابا غزل دى
چې پر ما کوې نيوکې جنګيرکې!
(جلال امرخیل)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←