ژوند
ژوند يو تت، تياره ځنګل دى
چې انسان په کې ورکېږي
پاى يې ورک دى، لاريې نشته
زړه په هر قدم ډوبېږي
په ظاهره شين – تازه، خو-
له ازغو او غنو ډک وي
بوټېدلى وي له هيلو
چې په هيلو کې تل ورک وي
په کې پټ وي – په کې نغښتي
ځينې پټ – ښکاره رازونه
د مرغانو – د زمريانو
په کې اورې آوازونه
ښايسته – ښکلې مرغۍ يې
بر په څانګو کې چغېږي
هيبت ناک – خوني زمري يې
لړزوي چې وغړمبېږي
دوړ – وړ کوخيو ځاى، او -
د راز راز چيچونکو سيمه
د رنګ، رنګ ښايست تابلو، او
د هر وړڅيرونکو سيمه
په دې تت، تياره ځنګله کې
چې هر څو وي ونې تتې
د يزدان او اهريمن وي
په کې هومره ډېرې نښتې
ټيټې څانګې يې کرۍ ورځ
ښکته سيوري کې لوبېږي
د لمر وړانګې يې له پاڼو
ډېرې ليږ په مځکه ولېږي
ژوند يو تت او تور ځنګل دى
د اميد او د آرزو ځاى
د بدۍ او دښمنۍ کور
د احسان او د پېرزو ځاى
خو کوترې يې کمزورې
او شاهين يې زورور وي
ځکه روح وي په کې زموله
او وجدان په کې او تروي
خو، ژوندون يو تت ځنګل دى
چې هر څومره سر بسته وي
څو لويېږي – څو زړېږي
شکوهمند او ښايسته وي
