د نارنج ګل
خوښ مې پسرلى دى د کال ټولو موسمونو کې
ښکلى د نارنج ګل پاچاهي کړي په ګلونو کې
وشيندي خوشبوى د نارنج ګل په چم ګاونډ کې خپل
ژوند شي راژوندى مينه شي ځوانه مين زړونو کې
بوى د نارنج ګل ټول شاعران په مستۍ راولي
جوړه کړي ميله د نارنج ګل ستايي شعرونو کې
خيال د هر عاشق د خپل جانان غېږه کې لوبې کړي
ښکلي لا ښايسته ښکاري په ښکلو لباسونو کې
کم شي د انسان او چاپېريال د حرارت توپير
شي سپما تودوخې وينه ګرمه شي رګونو کې
ستوري د رنګونو فلسفې کې دا لوستلي دي
رنګ خو تل اثر پرېږدي په زړه او دمــــــاغــــــــونـــو کې
