وخته!
وخته ! لوى خطر ته دې سپارلى يم
سوزمه مجمرته دې سپارلى يم
ګرځېدم ازادپښتون په امن کې
فرېب دې راکړشرته دې سپارلى يم
کسئ دې کړم وخته دبڼوترشا
څه چمتولښکرته دې سپارلى يم
رادې کړمقام ،پدې چې وران مې کړې
ټيک دې کړم زرګرته دې سپارلى يم
اوس مې ورور وژنې ته په بل پلوري
داسې سوداګرته دې سپارلى يم
کړې يې جادوده پرما، ځان وژنم
ښه سترجادوګرته دې سپارلى يم
Shamsullah Khostai
