اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

نېم ړانده دي، نېم کاڼه دي پښتانه

داکټر ایمل خان شهيد ل ه خپل شهادته دوه اونۍ مخکې داويرکرښې ليکلې وې

نیم ړانده دي،نیم کاڼه دي ،پښتانه دي
ژوند لري خو لکه مړه دي ،پښتانه دي

د بیلتون کرښه یې منځ کي غځېدلې
لر و بر ورته پراته دي،پښتانه دي

دا چي سر ته یې ولاړ چاړه په لاس دي
دا چي لاندي تر چاړه دي،پښتانه دي

ستر بابا یې د ډیلي په تخت باچا و
خوار لمسي یې بې کاله دي،پښتانه دي

سیال قومونه یې ټول ویښ دي او روان دي
دوی پیتاوي ته ویده دي،پښتانه دي

لېوان ټول د دوی په غوښو ماړه شوي
رمه ګرځي بې شپانه دي،پښتانه دي

چي پسوللي تل د علم په ګاڼه وي
پښتانه دي ،پښتانه دی،پښتانه دي

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←