اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

زه نه ورځم کوڅې پورې

سیف الرحمن سلیم
زړګيه صبر شه زه نه ورځم کوڅې پورې
رنګ رنګ خبرې به بيا کېږي په هغې پورې

پيغلې ته وايه چې لږ خيال د لوپټې ساتي
ريخه يې رسي چې د پلار نيکه شملې پورې

سترګې مې وشرمېږي ودرېږمه بېرته راشم
لاړمه راغلمه څو څو ځلې کعبې پورې

واعظ خپه دې د چېړلو يې څوک پاتې ندى
سترګې يې سرې وې چې مې راغلو جنازې پورې

الله دې مل شه چې ملا به درنه څه جوړي
ما خو ته راوستې بچيه مدرسې پورې

پښتانه د پښتونخوا درانه ښاغلي
د مغلو سيلاب يوړل لکه خلي

زمانه راپسې توره په لاس ګرځي
لکه ما يې چې وي پلار نيکه وژلي
دې نه زياته خاموشي به نوره څه وي؟
چې موجونه هم روان دي غلي غلي
عجيبه ده محبوبا غېږه کې غواړې
او، لاسونه دې خپل شاته دې تړلي
قافله خو دې راونه وي منزل ته
سپيو تل دي لاروو پسې غپلي
باور نه لرم په خپلو ريبارانو
دا قاضيان وي د خبرو هلته غلي
چې په کومه لاره ځم خلک مې وژني
لوى واړه يې دي د کلي لمسولي
ما په دار کړه چې منصور خلکو ته ياد شي
مودې وشوې څوک په دار ندي ختلي
Saifur Rahman saleem

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←