اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د شاه محمد مور

طنز. محمود نظری
د شاه محمد مور یم نخرې کوم
ښار ته تللى و له کلي پلار د شا ه محمد
ښار نو، کې يې ولیده د ښځو شدمد
وی لیده د کابل واده، ليلامي، او سينما
هریخوا ته رهي وې فیشنی جوني زیبا
سپين مړوندونه ګوټ ګوتي وېښتان
په هډو يې دروند کړ سارايي ځوان
د سترګو رېمل او رنجو يې کړ خمار
لبسرين او ميک اپ يې د زړه کړ بيمار
د ميرمنې په خوشا يو جامه يې وليدله
له خپله ژونده يې خورا خوابده سوله
د روپۍ سترګې چې پرېوتې په خپل يار
داسې يې ننګرله چې اچولى یې دى تار
ناست و سر ځوړند ګوتې يې کښېکښلې
په اسويلۍ يې سوي آه وي له خولې وتلې
د روپۍ چې وو پېنځلس متره ايزار
مخامخ يار ته ناسته چې راغلى و له بازار
هغه اې اې دا عجب ژوند سو يې ويل
لاسونه يې يو له بله په غوسه موښل
روپۍ پوه سوه ځکه لور وه د هوښيار
چې ولي داسې خپه دى دشاه محمد پلار
يار يې راغلى له بازاره و په سودا
زړه يې بايللى و په بازاري کومي ليلا
لکه چاچې کړي وي تاويزونه پرهغه بېنوا
هغه د غوږ شا ګروله روپۍ ته وو ګويا
ژوند مې سو تباه نوره نه لرم هغه وفا
د ښار جونې ټولې نخرې او مکيز کا
کرشمې، نخرې او رنګا رنګ کاعشوې
په سپين بوټ مړوندونه يې کا يار مزې
د غاړې تڼۍ يې تر اخيره وي خلاصي
تنګو وتروشو لنډو کالو يې کړم داسي
سوري سمبوري پتلونو يې کړم خراب
سپينو پوڼدويو يې کړم واى واى تراب
روپۍ سمدلاسه ددې کار وکړ تدبير
وروسته له چورته يې پيدا کړ اکسير
پيل يې کړ په عمل سره د هغه د لاسا
چې بيا يې زړه کې ونه ګرځي دا تمنا
کالي يې ويستله کوڅۍ يې کړې تار تار
د خونې له مورۍ په شا راووته لکه مار
لوڅه لغړه مور زاده په څلورو لکه غوا
را رهي وه د شاه محمد د پلار په خوا
په شا شا راوتله په انډي انډي کېدله
د الېکين تته رڼا ته ښه روښانه ځلېدله
ناببره د هغه سترګې پرهغې ولګېدې
د خولې يې ووتې سوي کرېغې او نارې
ژبه يې ګنګوړه سوه سر يې په څرخېدو
ول څه اشا يې ما درزومى يې، په شا څکېدو
ژر وايه جنس يې انس يې يا پېرۍ
منډه يې کړه چې ولاړ سي مخ په ټټۍ
غږ راووت له بلا،د شاه محمد مور یم نخري کوم
تا ته د بازاری فیشنی انجنو پیښې کوم
د شا محمد پلار ول لا حول ولا وقوة الا باالله
د لعین کافر شیطانه له تا غواړم فنا
***
خداى دې ساته د ناديده وو له نخرو
د هغوى دعشوو ناز، ادا او کرشمو
کله کله هم شورا، جبهه يا هم دولت
نخرې کوي لپاره د بيرولو د ملت

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←