پښتنه ازاد نظم
زه چې نړۍ ته راغلم، چغې مې د نرو نه وې
د پښتون کور و، ګنګوسى و چې نجلۍ پيدا شوه
مور مې په خپله سپېره ټنډه وه، پلار وانخيستم
تا به ويل چې، له انسانه چرته سپۍ پيدا شوه
+++
خو زه نجلۍ وم، ما يو حق درلود چې وخوره! وڅښه!
او په بدل کې شپږو وروڼو ته کالي ومينځه
ورته اوتو يې کړه، کتاب قلم يې هم پيدا کړه
مور نه په پټه د ټوټو ګوډيانې ولوبوه
او په څلورو دېوالونو کې ساګانې واخله
له دې نه پورته يو خواهش هم، ما لپاره کفر
دغسې کفر چې سزا يې هم خاموشه مرګى
+++
له مودو وروسته زموږ کور ته خوشالي راغله
دا خوشالي زما په نفلي روژو، سوالي راغله
زما د لالا واده و، زه ډېره خوشاله ومه
ما په اول ځل کال کې درې جوړه کالي نوي کړل
زما د لالا واده و، زه ډېره خوشاله ومه
په اول ځل مې و سورۍ چمبې ته ځان ستړى کړ
نه ستړې نه وم، خو لالا راباندې ځان ستړى کړ
ويل يې ډمې! ته اوس پېغله شوې، لونډ غواړې
ته نور په دې کور کې، د خپلو وينو ډنډ غواړې
ما په دې کفر، خداى ته شل روژې پوره ونيوې
د خپل لالا زنه، پښې مې ورسره ونيوې
+++
داسې ورځ هم راغله چې ماته نجونو لاس سره کړل
دا ځلې ماته خندا نه راتله، ښه ډېر مې ژړل
ما ته لا هاغه د لالا د واده شپه ياده وه
خو دا شپه بله وه، په دې کې زما قدر وشو
په دغه شپه رانه، باور وکړئ لږ کبر وشو
نه کبر نه و، خو بس هسې خرامانه ومه
چې په ټولي د سهېليو کې روانه ومه
+++
زه د بل کور ناوې شوم، ورځ تېره شوه، شپه راغله
کوټه کې ځانته شوم بېخي ډېره غوسه راغله
په دې کې زما مجازي خداى راغى لړزې واخيستم
او هغه څه چې ما به کفر ګڼل، ټول يې وکړل
زه فکر يوړم، چې ځان مړ کړم که روژې ونيسم!؟
+++
له دې نه وروسته مې نصيب عجبه چارې وکړې
د بل د کور لوښي مينځل، دوزخ پالل د خېټې
خوله پرانستل کفر، ژړل کفر، خندل هم کفر
دومره کفرونه چې مجبورا له انسانه وشي
خو خداى دې نه کړي، چې دې دا کفر له مانه وشي
ځکه زه مور يمه، بيا ډېرې روژې نه شم نيوى
دا د هغه امر دى، وايي چې بيا پۍ وره کوې!
که زوى دې خوار راغى، نومخ به دې د سپۍ وره کوې!!
اوس زه مجبوره يم، چې دې کور ته خوښۍ راوړم
مجازي خداى ته، بايد کال په کال يو زوى راوړم
نورولي سعید شینواری
