اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ګل

هر يو ګل دى پاڼې پاڼې نشته ساه يوه غوټۍ کې

په سپرلي کې هم خزان دى، وير ژړا ده په ښادۍ کې

تږى تږى يم چې نه يې، جل مې اخلي چې دې وينم

اخر ساه به رانه وزي په دې تنده لېونۍ کې

دا يو ځان مې ملکيت دى دا به تانه صدقه کړم

ياره! ما سره نور څه دي په غريبه غريبۍ کې

دا زما خاورې ايرې ژوند پکې ستا نيازبينه مينه

لکه ګل وي چا ټومبلى په ريښې ريښې پګړۍ کې

چې دې خپل زړګي ته ګورم، د يارانو په محفل کې

لکه کور د چا کنډر وي په اباده ابادۍ کې

برقه ته چې شاعري کړې پدې بې شعوره وخت کې

لکه غرونو کې څوک اوري خپل اواز په واپسۍ کې

سعدالله جان برق

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←