اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د بنګړيوالې مشهوره لوبه

عبدالله استاذ د نوښار

د مولانا عبدالله استاذ د نوښار نوم به چا نۀ وى اورېدلے .هغوى فاضل ديو بند وو، هغوى د نعتونو او حمدونو ډېر کتابونه ليکلى دى د هغوى جوړې کړې لوبې چاربېتې او رباعيانې د هغوى په "ذرات خورشيد المعروف په کلام لبيدِ افاغنه" نومې کتاب کښې د هغو شاګرد حاجى محمد صاحب د پندو کلى راغونډې کړې دى او د کتب خانه اکرميه قصه خوانۍ پېښور له خوا چاپ کړى دى. د هغوى د بنګړېوالې لوبه چې په خپل وخت هم ډېره مشهوره شوې وه او اوس هم يوه ژوندې سندره ده. د "پاڅون" لوستونکو ته سره د مننې ډالۍ کوؤ. (پاڅون /مردان)

سپينې باريکې لېچې تشې ګرځومه

بنګړيوالې _ ترورې _زمونږ کوڅې ته راشه

سپينې باريکى_ ليچې ابدارې

ګرځوم تشې _کـــۀ راشې خوارې

د ورور په جنج _ تلمه په لارې

ټوپ مې وهلو په لښتى راپرېوتمه

بنګريوالې _ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

بنګړى مې مات شول_ ښۀ بلوري وو

د شيشــو ډک (ښـــۀ) _سراسرى وو

څـــۀ د لاهؤر_ څـــــــۀ کشميـــرى وو

ذرې ذرې شول ورپسې ارمان کومه

بنګړېوالى_ ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

وې جونه مستې_ په جنج روانې

پـه مسخرو تلـې_ چوزې نادانې

شى دې مېراتې_ لــرې سخرانې

د بــرمــه لار د اشنغر پرېستې يـمه

بنګړيوالې _ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

بنګړى به درکړم _ پــه ټاپه ختى

د نقـاشانـو _ د لاسـه وتى

پکښې به جوړوى _ زعفرانى قوتى

کۀ خوښ دې نۀ شو مال به بيرته درکومه

بنګړيوالې _ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

اے بنګړيــوالې _ واوره کلام

راځه په مياشت کښې_يوځل مدام

بنګړى به اخلم _ په پـــوره دام

په شرنګهاريې عبدالله خوشحاله وومه

بنګړيوالې _ترورې زمونږ کوڅې ته راشه

پاڅون /مردان

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←