اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

خمار مې نه ماتېږي

خمار مي نه ماتېږي شرابونه بېګانه دي

ساقي راته اشنا دئ خو جامونه بېګانه دي

پښېمانه درته نه يم بد ګومانه راته نه سې

جنونه ته مي خپل يې ځنځيرونه بېګانه دي

سجدې ته يې د يار کوڅې ته نه يمه بللى

پردى قاصد راغلى پېغامونه بېګانه دي

پتنګ په دې محفل کي وزر نه سي خپرولاى

لمبې پکښي سړيږي پانوسونه بېګانه دي

دې ښار کي ربابونه د سنګسار په غېږ کي غواړه

نغمې ګوتي کي ژاړي شهبازونه بېګانه دي

لښکر د غمازانو دي له کومه رابللى

جانانه ستا په کلي کي مي پلونه بېګانه دي

چي زما د لېونو چيغو جواب ورسره نسته

يا زه يم بدل سوى يا دا غرونه بېګانه دي

غرور مي له ناکامه تش آسمان ته کچکول نيسي

ازل خو داسي نه و قسمتونه بېګانه دي

ستا دم د مسيحا دئ زه منکر ور باندي نه يم

طبيبه لاس دي جار سم پرهارونه بېګانه دي

سجدې د جهاني پر تندي مه غواړه زاهده

په دې سرکښه ښار کي محرابونه بېګانه دي

(عبدالباري جهاني)

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←