اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لحدونه جوړوم

دفکرونو په دنیاکی محلونه جوړوم
زه په وچووچودشتو کی باغونه جوړوم

ستاپسی می یاره چه ښیروکی دی شلولی
دلیونو په شان چیری ګریوانونه جوړوم

په څوکو دبڼو چه دی ویشتلی یم د لبره
په تمه دوصال دی هغه زخمونه حوړوم

په مخ کی درقیب چه دی رټلی یم جانانه
اوس به څنګه ستا دژبی پرهرونه جوړوم

دمینی داجونګړه مو طوفان ده غورځولی
په سیلی سیلی فضا کی تعدابونه جوړوم

مینه دوطن کی بیا ځوانان دی شهید شوی
یاسین زیه ورته ځکه لحدونه جوړوم

(ډاکټریاسین زی)
کوهاټ—غلام بانډه

د ښاغلي یاسین زی شعرونه

Dr. Yaseenzai
Kohat, Ghulam Banda

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←