اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

زه وېم بیخي پکار ده

پوهه سیاسي پکار ده

د پښتنو په خاوره

خوشحال خاني پکار ده

دې اکو بکو سر له

دوا علمي پکار ده

مونږه نور هیڅ نه غواړو

صرف زندګي پکار ده

یوه پیاله د مئیو

ما له ساقي پکار ده

په تراړو تراړو شونډو

ګله سرخي پکار ده

خود به مې سر ورکوي

زه ویم سیالي پکار ده

یاره خیالي جنت له

دنیا خیالي پکار ده

د دې تمغو دپاره

کوپړۍ خالي پکار ده

پښتون پښتو یادوه

دا ضروري پکار ده

زیریه خپل اولس له

راهنمایي پکار ده

نجیب زیری

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←