اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

دجنت حوري

د جنت حورې به څه کړم

چې یاران را سره نه وي

بې مزې شراب به څه کړم

چې مولا به یې هم څکي

نه به ټول عمر ځواني وي

نه به ټول عمر دنیا وي

بیا به ګران سوال او جواب وي

ځان به ټینګ نه کړې غني

د څو ورځو زندګي ده

جام ور واچوه ساقي

دا وعده کړې خدای ده

چې بخښي به لیوني

غني خان

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←