اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

د ويس سلطاني وردک شعرونه

ښکلې ستا په انتظار يم يو ځل راشه
کودرته راشه زما ديدن ته راشه
د چينې په غاړه تاته وړايم ګرانې
منګى بانه کړه د جانان لپاره
د ديوال شاته زه ولاړيم ستا د لپاره
د کلا دروازه وازه پيږده زما د پاره
د ښکلو ديدن يو ځل کيږي ګرانې
د ګلانو په قطار کې يو خوښيږي ګرانې
زه سلطاني به ستا په انتظاريم ګرانې
کله سهار راځه کله ماښام راځه ديار لپاره
----
راشه راشه د سولې کپترې
پيغام د سولې راوړه
دا وړان هيواد راته ودان کړه
دا بيل ولس سره يو ځاى کړه
پښتون ملت د سره دوا شه
راشه راشه د سولې کپترې

دا وطن راته ګلزار کړه
پيښور د کابل سره يو ځاى کړه
دا وطن وړان وړان دى
ته سوله درسره راړوه
راشه راشه دسولې کپترې

يو ځل موږ ته په هوا شه
لاره راغله په موږ باندې دوا شه
مينه درسره راوړه
ټول ستاپه انتظار يو
راشه راشه د سولې کپترې

ملتونه سره يو شول
قومونه سره يو شول
هيوادونه سره يو شول
ګلونه سره يو شول
راشه راشه د سولې کپترې

موږ جدا جدا ته مو سره يو کړې
د لروبر ولسونه سره يو کړې
پښتون ملت په يو فرمان کړې
ګران افغانستان په دوى ودان کړې

سلطاني ستا په انتظار دى ته ورته راشه
راشه راشه د سولې کپترې
------
هغه جانان مې چې په ياد راځي
ګران افغانستان مې چې په ياد راځي
ټول په کې ګلان دي يو د بل څخه قربان دي
د کابله تر پيښوره مې ټول په ياد راځي
ګران پيښورمې تر کندهار د ګلانو ځاى ده
هغه د اټګ ګلان، بيا مې چمن په ياد راځي
خداى د يو کړي دغه جدا ولسونه
بيامې وردک او ننګرهار په ياد راځي
سلطاني پيغام د يوالي راوړه چې يو ځاى شو
ګران پښتنخوامې د ګلانو سره په ياد راځي
------

د وطن له باغه ولاړې تواب جانه
په پردي وطن کې ميشت شوې
فکر مې خورې سنوکر د مينې کوې
ماته راکوې په کومه خوا رانه ځې
د سيندونو په لمن کې
د ساحل ترڅنګ ولاړې
زخم ستا وطن دى زخم
ته مرهم ورباندې کيږده
هريوګل ته خندا راوړه
ته ژوندون شه د مړوپاڼو
ته موسکا درسره راوړه
چې اتنظار ستا په سلکيو
شي خپل وطن درنه هيرنه
ستا وطن افغانستان دى
چې ژوندون په کې ستومانه
مسافر د بيابان دى
دا وطن جنت جنت کړه
دا چې نن کنډر کنډر دى
نن که وړان دى که ويجار دى
بختور دى بختور دى
چي سمسور مې پرې وطن شي
لکه شين خواندې چمن شي
يو ويس د ژوند روان کړه په بنګړوماته چوپياشه
راشه راشه تواب جانه تواب جانه راشه راشه

دا شعر د سيد حميد الله تواب لپاره ډالى کوم
Wais Sultani Wardak

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←