اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

بدل

ډکه د سپرلي په خوشبوېې وريښمينه شپه وه

ښکاري چې په عطرو د هوا لمن لمنده وه

سپينه سپوږمۍ بريښي د آسمان په تندي باندى

مځکه د رڼا په زرزري شال کې ويده وه

ښه سپينه رمه ده, په دى بيټه باندى پڼډه

پريوتمه زه د دې رمې په دغه څڼډه

خور مې په خپل ځان باندې څادر کړ په کراره

لاندې مې تر اړخ وه دا پسته شگه هواره

سترگى مې شوى پټې او د خوب په نيلئ سپور شوم

ورو ورو مى وهله د سهار په طرف لاره

تا په دغه وخت کې د تيغ وار راباندې وکړ

زه ومه په خوب کى تا گزار راباندې وکړ

ما وکړله چيغه چې مې تن ته خنجر ولويد

لاندې مې سينې وته د څړيکو لښکر ولويد

زغرده کړلې تا باندې قرارى خپلى سترگى

کله چى مى ستا تر مخ له مخه څادر ولويد

ډېرې په ليدو شوى وارخطا او لاس دى ونيو

پورته دى خنجر کړ هغه دم او پاس دى ونيو

ډېر شوى وارخطا چى دى سهي څهره زما کړه

ژر دى په لستوڼي د تندي خوله صفا کړه

تا يوه اسرَه غوندې سا وکښه له افسوسه

دا درته معلومه شوه چى نخه دى خطا کړه

تا چى راپرېکړى تر دى ځايه پورې لار وه

دلته دى د هغه فرد د زړه وينه پکار وه

چا چى يوه ورځ په درنو کاڼو ورکوټلى

ستا وا ځلمى ورور ته ککرئ لکه د مار وه

ستا د مور زوکړى ېې ليږلی مخ په کور وو

هغه پوروړى دې زه نه وم زما ورور وو

تا غوښتل چى ته مې په دې ورور باندې وار جوړ کړې

تا غوښتل چې ته مې په دې ورور خپل زړگى سوړ کړى

ته له ډېره وخته وى لگيا چې په څه توگه

خپل وږى خنجر د ده د زړه په غوښو موړ کړى

دی هم ستا په دغه اراده باندې خبر و

دى هم ويده نه و په تا باندى ېې نظر و

ده ته ښه معلومه ستا د کور هره قصه وه

دى و ښه خبر چى توُره ستا څومره تيره وه

ده يې وو له ځانه سره ټول حساب ساتلى

ستا کره که غشي که لينده او که نيزه وه

دې به وه خبر که

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←