اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ټانکونه

داسې ورتلل په دې مسلم وزيرستان ټانکونه

د هر چا خیال و، چې دا دي د هندوستان ټانکونه

پــر فلسطين يې لکه څــرنګ اسـرایـل خېژوي

داسې ختل زمــوږ پــر کـور د مسلمان ټانکونه

نن یو پښتون بچي په کیمپ کې ویل کله به ځي؟

زمــوږ له کلـي دا بــدرنګ او قــاتلان ټانکونـه

چـې زغلېدې بــه پکې ښکلي نــازنينې غـرڅې

لالیه! اوس هــغــو درو کـې دي روان ټانکونـه

زه پر مرمیو ټول زخمي زخمي بې وسـه بلبل

تــه ګرځــوې زمــا پــر ښکلي ګلستان ټانکونـه

اې امــریکې! ګني روسـانـو نــه پــوښتنه وکړه

په دې هېواد کې يې پراته دي پـر ډيران ټانکونه

پر دغه خاوره هـر وګړی چې پښتون نومېږي

تـرې نـه راتاو دي، اې سعوده! د جهان ټانکونه

سعودبنګښ

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←