اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

باچا

‎بادشاهي د جهان څه کړې، ځان له ولې زياتۍ غم

‎د انصاف تلل مشکل دي، څه به ډېر کړې څه به کم

‎داسې تخت به څه کړې چې پرې شپه او ورځې ژاړې

‎خپل غمونه دې لا لږ دي؟ د جهان غمونه غواړې

‎د ټټوانو په ګله کښې، غټ ټټو مخکښې روان وي

‎لوئې باچا د ځناورو، د هماو لوئې حېوان وي

‎دا دنيا د سپي لکۍ ده، نه نېغېږي نه سمېږي

‎په وجود توره پيشو ده، چې ئې وينځې لا تورېږيري

‎بادشاهي هله جوړېږي، چې نيم لګي شي نيم مړه کړي

‎چې يو کس د بل په غوښو، د خپل کور کوتري ماړه کړي

‎د دې ژونده څه مطلب شو؟ چې يا مرې يا به بل وژنې ‎دا مېوه ګلاب د څه شو؟ باغ ساتې او بلبل وژنې

‎ربه! ماله که دې راکړه، بادشاهي د کل جهان

‎زه به ئې وغورزوم له کوره، لکه سوټې په ډېران

‎دا يو دوه ګړۍ ژوندون، زه په جګړو نه شم تېرولې

‎ددې ظلم په کټوۍ دې، ربه! بل کېږده برغولې

‎ماله راکړه څو ګلونه، يو نيازبين شانتې جانان

‎يو وړوکې غوندې باغ، او په خوا ئې سيند روان

‎چې ئې زه په غاړه ناست يم، په يخ سيوري د خرولې

‎په مزه مزه ليکمه، د مزې مزې غزلې

‎کله کله تانه ربه! د وړو په شان ګيلې

‎کله تود ژوندې اميد، کله سوې اسوېلې

‎کله ټنګ کله ټکور، کله جام کله دلبر

‎يو جهان کښې د رنګ ډوب، د جهانه بې خبر

‎بادشاهي هغو له ورکړه، چې زغملې ئې شي زور

‎چې په لاس لکه قصاب وي، په خصلت لکه منګور

‎چې خپل ځان ته شي کولې، قرباني د ورور د وينې

‎هم هضمولې هم خوړې شي، د غريب د وينو پينې

‎تاج وړلې هغه سر شي، چې وژل لکه وبا کړه

‎لکه پړانګ داړل څيرل کړه، ويرول لکه بلا کړه

‎تخت هم نه پائي بې زوره، بې د تورې د جلاده

‎بادشاهان چې څومره ډېر وي، دومره وي دنيا برباده

‎لوی بادشاه وي لويه ژوره، دې په وينو زوو پائي

‎بادشاهي لکه د اور، په وريتو په سوو پائي

‎ربه! فضل په مونږ وکړه، مونږ ساته ددې آفته

‎چرته غټ خر ته په شا کړه، دا د سرو لالونو کته

‎سفارش ورته دا وکړه، صېب زمونږه ده بابته

وې پام کوه د دله خره، غني ونه وۍ په لته

لیونی فلسفي غني خان بابا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←