اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

غزل

چې سپرلے پکښې د چا خزان د چا شو

کۀ ګلشن واړه د زړۀ بلبله ستا شو

ښه شوه ښه شوه د ازغو نه څوکې پرې شوې

ښه شوه ښه شوه چې ګلاب هم په خندا شو

چې حالاتو مې په خلۀ لاسونه کېښول

نو مارغه د تخيل راته ګويا شو

ما تمام عمر دى او ښکو کښې خندلى

خو زړګے مې په خندا کښې په ژړا شو

د غفلت په خوب اودۀ درسره فکر

د پرون وۀ نۀ د نن نۀ د سبا شو

وخته وخته وايه نن فېصله څۀ ده

چې غلام شو کۀ مې زړۀ پکښې باچا شو

په پردۍ زمکه اسمان هم پردے ښکارى

هغه وائى زمکه مۀ اخله اسمان ستا شو

چې کچکول به ورسره د ملنګۍ وۀ

او س د بخت تاج يې په سر شو شهنشاه شو

تا خو ډېرى د ژوند سختې دى زعملې

اے رحاب ! چې نن دے ولې وار خطا شو

رحاب ملک

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←