اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ائينه

ائينه ښه ده څومره خیال ساتي
چې پټ رازونه د وصال ساتي

ټوټه ټوټه د ټول بدن انځور مې
څه په هنر او په کمال ساتي

د مخ ګردونه مې هم نه پټوي
دا څه چې یم دغه مې حال ساتي

که دې په نیت کې د غلا طمع نه وي
خدای به دي رزق تل حلال ساتي

بیداره تل یی په خپل زړه کې ساته
ځینې خبرې خلک سمبال ساتي

بصیر بیدار ستوری

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←