اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ميرات شوي ګودرونه

زموږ:مېنې، ښارو ؛ سيمو کې ويرونه !

په : بامونو ، درمندونو بل اورونه !

د جګړو ناتار لمبې سرې ګرځولي ؛

نړېدلي او شړ شوي خړ کورونه !

ځوانان،پېغلې:نيمه خوا،ميندې شوې بورې!

خاورو لاندې شول ، له شمېر وتي سرونه !

ګل څېرې او ګل تنې جنګو خوړلي !

په سلګو دي: خويندې، ميندې او پلرونه!

بهرنيانو په لاسپوڅو تخريب کړي !

په سيندو باندې : بندونه او نهرونه !

ونې، بوټي؛ګلان ژېړلکه شړشم ټول!

ګاونډيانو مو سپړلي زيارتونه !

هغه ميندې کوچېدلي، شيروارنشته ؛

جوړول يې چې:مستې،کوچ ؛پنېرونه!

د « افغان»په نوم وحشي ورمعلومېږم !

بهرنيان راکوي مونږ ته پيغورونه !

زندانونه د پردو پرمونږه ډک شول!

خپو،لاسوکې مو:ولچک اوزنځيرونه!

کُلالان، لوښي خټين،منګي جوړئ نه!

پېغلې نشته ! ميرات شوي ګودرونه !!

چينې وچې ، سربندونه نړېدلي !

تورپېکۍ سره صِرف پاتې تېر يادونه !!!

۵/۸/۲۰۱۷ م.کال

تور پیکۍ ولي قاضیزاده

کلفورنيا ـ د امريکې متحده ايالات

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←