اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

لمر اوسپوږمۍ

لمر او سپوږمۍ هيڅ هم اوس خوند نه کوي

ځواني په تلو ده زړۀ مې ژوند نه کوي

لۀ ښاره راغلو! يو سړک غزل ته

شاعر اوس ذکر د ايلبند * نه کوي

اوبو کې پټه ئې چاړۀ ايښي وي

قاتل چالاک شو کش څرگند نه کوي

يوورځ به وړې وي سيلاب دا کلې !

خوړ ئې لوئيږي غم د بند نه کوي

فاران نه هېر شو ستا د شونډو لذت !

فاران خبرې اوس د قند نه کوي

  • ايلبند دغرۀ بره څرځائې چې کوچيان پکې اوړي کې مال څروي بره وطن کې داسې ايلبندونه مشهور دي
  • فیصل فاران

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←