اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

ادب

دا سړى خو په ادب سره سړى دى

چي ادب ورسره نه وي نور څاروى دى

چې وفا ورسره نه وي سړى نه شو

تر هغه نه په وفا کې بهتر سپى دى

عادلان مې دجنت د ګلزار ګل دي

ستمګر مې د دوزخ د اور لرګى دى

د انصاف د څښتن غم د دوزخ نشته

دا انصاف مې تر طاعته لا پرخې دى

په ښه خوى د سړي قدر وقيمت کيـږي

بد خصلت سړى يا دېو دى يا پېرى دى

چې يې علم وهنر نه وي ځنې تښته

بې هنر سړى که وګورې لا شى دى

چې په پند ، په نصيحت دې بندي نه شو

تور زنځير ورلره بويه که مزرى دى

په روا په ناروا د ملحد څه وي

په مذهب د ملحدانو کوکرى ، ورى دى

د راحت په وخت د يار تجربه نه شي

چې محنت درسره واخلي يار دې دى دى

(خوشال خان بابا )

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←