غزل
وخـــــوړم صـــنــم چـــــې شــــونــــډو ســرو ســـره راځـــي
ګــــودر تـــه چــــې راځـــــــي د جــيـــنــکــــو ســره راځــي
نـــازونــــــه اداګــانــــــې يـــــې تـــــابــــــع دي د جــــــمــال
رقــيــبـــه ســتــا لــه قــصـــده پـــه نـــخــــرو ســره راځـــي
ښـــې مـــــزې دې وکــــړې د ګـــودر غــــاړې چـــيــــنــاره
د پــــېـــــغــلـــو کـــتــارونـــه مــنـــګـــوټـــو ســره راځــــي
نــظــــر مــــې تــــــږى تــــږى د ګــودر پــه لـــوري ګـــوري
شـــفــــــق د انــــنـــګـــــــيـــو يــــې د اوبـــــو ســـره راځـــي
په زړه کې يې څه شته دى ښپه نيولې غوندې شوله
کــوچــوانـــه لـــيـــلا بــيــا درتــه ګــېــلـــو ســره راځــي؟
Gul Rang Kochwan ,Kunar
