اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

نصیحت

که ته نه کړی په بل چا باندی غرض

بل به نه کاندی په تا باندی غرض

که گدا د بل په غولی غرض نه کړی

سپی به نه کړی په گدا باندی غرض

په ساحل کشتی د هيچا نه ډوبيږی

که څوک نه کا په دريا باندی غرض

دا دنيا په احمقانو ده ودانه

دانا نه کا په دنيا باندی غرض

زه رحمان د عشق په درد کښی هسی خوښ يم

چی می نشته په دوا باندی غرض

رحمان بابا

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←