اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

اوښکې!

دا رڼې رڼې اوښکې

ټولې پښتنې اوښکې

خدائیګو راته ګرانې دي

دا په مخ پرتې اوښکې

دا ماشوم بابا غواړي

ځکه یې کړې توې اوښکې

دې پيغلې نه پلار ورک دی

وګوره یې سرې اوښکې

دا ابۍ بې زویه ده

ورکې شوې د دې اوښکې

دغه میرمن لار څاري

څاڅي يې تر شپې اوښکې

دا بابا زامن غواړي

اوري ترې د تودې اوښکې

دا زلمی خپل ورور غواړي

ده هم کړې راتوې اوښکې

جوړ وو یو ماتم په سوات

خود به بهیدې اوښکې

دوي ځان ته انصاف غواړي

دا د سوات جلسې اوښکې

زیریه زړۀ دې ټینګ نه کړو

تا هم کړې راکښې اوښکې

نجیب زیری

۳۰ اپریل ۲۰۱۸

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←