اصلي مطلب ته ورشئ

Pashtoonkhwa

Organ der sozialdemokratischen Partei der Paschtunen

Organ of the Pashtoons Social Democratic Party

پښتونخوا

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند خپرونه

Da Pakhtano Tolaniz Wolaswaliz Guand Khparwana

→ شعر، ادب او هنر

قدرمن مشر حامد کرزي ته! ( شعر )


بـــښـــــنــــه غــــواړم اجـــــــازه راکـــــړئ د څــــو خـــــبــرو
کومې چــې مــا ســره په ذهــن کــې د سوال پاتې دي

نــن يې ثــواب ګڼم چــې ســتــا غــوږ تـه درورسـېـږي
لا تر پــرونه چې پـه رنــګ کــې د وبـــال پــاتــــې دي

تا د يــو داسې مــظـلــوم قام مشري په سر اخيستې
لــه لــوږې مــري خـواران يــوه مــړۍ ډوډۍ نـــه لـــري
د وخت زورګـيرو ترې هــرڅـــه په رڼــا ورځ لــوټـلي
له يخنۍ رېږدي اوسېـــدلــــو تــه کــوټــۍ نــه لـــري

تــا څــــو څــو وارې لـــه مــــلـــت ســــره وعـــده کــړې ده
چـې ټـــولې چــارې به لږ وخت کې اهل کارته سپارم
تــــورو تـــيـــارو تــه د ژونـــــدون بــه مــــو رڼـــا راولــــم
د ژونــد شېبې بـه مـو د عـدل سپين سهار ته سپارم

سـتا پـه نــظــر بــه اهــل کار خـلـک هـمـدغــسـې وي؟
چــې وزيـــران ريــاســـــتــونــه پــه پــېــســو وپــلـــوري
بــيــــا د مـلــت پــه شــتــمــنۍ بــانــدې راوڅـــرخېږي
زمــونږ کانـونــه، مـعـــدنــونــه پــــه پـــردو وپــلــوري

د قدرت وېــش کــې يې پوستونه په ټيکه اخيستي
نـــورې راښـکــتــه د قــدرت د آس لــه زيــنــه غــواړو
اوس د وعـــدو خـبــره خــتــمــه ده عــمــل تـــه ګــورو
چـــې خــپــه نــه شـې مشــره نن خـبـره سپــيـنه غـواړو

د اداري فـســاد لــه وجــه ځـــان خــبــر کـــړه مــشــره!
چې مظـلـومـانـو ســره څـــه ډول خــيــانــت روان دى
هــاغـــه دعـــوه ګــټــي چـــې زور لـــري او زر کـاروي
په هــر دفـتــر کـــې واســـطــه او تــــجــــارت روان دى

د مــلـــي ګــــټـــې د ســــاتـــنـــې د شـــعــار نـــه لانـــــدې
کله د شــرق کـلــــه د غــــرب پـــــه ګــټـــو ســـر ورکــوو
خــپـــلـــه اوسېــــږو د ســپـېدارو په جــونګړو کــې خو
پـــردو مــــاڼـــــيــو تــه د خـــــوار کـــونـــړ نښتــر ورکــوو

چــــې لاقــــانــــــونــــه زورور ســــــړي لـــــه تـــا ســـره وي
په داسې حال کې به له غــلــو پــوښــــتـنه څنګه وشي؟
د کــروزيـــن او د بــنـــګـــلــو لــه څــښــتـــنــانـــو نـــه بـــه
ددې مــلــت د شــتــــمــنو پــوښــتــنــه څــنـــګــه وشــــي؟

دې زورورو مــــېــــلـــمــــنــــو ســـره غـــــوږ وجـــنــګــوه
پـــښــــتـــنې ســــيــــمې پـــــه بــمــــونــو او توپونو ولي
د الــقــاعـــده او تـــرورېــــست پــه نــامـــه هـــره ورځې
زمـوږ تـور ســرې، مــاشــومــان پـــه راکــټـــونـــو ولــي

هــغــه تــېري چې انــسانــيــت او بـشريــت بـــوږنـــوي
ګــوانــتــانامــو کــې له بنـــديـــانــو سـره هــغــه کـېــږي
هــغــه چــې هېـــڅ مذهـب او هېڅ دين يې روا نه ګڼي
ســتــا لــه بــچــــيــانو افغــانـــانـــو ســـره هــغـــه کـــېـــږي

ستانه د سولـې د کاروان د يـــو ســـر لاري پــه حـيــث
هــره غــوښتــنـه يو قانــع غـــونـــدې ځــــواب غـــواړي
دا پــــوروړي د مـــــلـــــــت لــــه ځــــــــانـــه مـــــه تـــــــاووه
دا ولــــــســـــونــــه تــــــرې ذره ذره حــــســــاب غــــواړي

که غـــواړې نوم دې د تاريخ پاڼو کې ځل پاتې شي
د حــيـات غـــږ د ولــــســـونـــــو هـــيــلـــې مـــه هـــېـــروه
هغه چې ستا په نوم يې څړيکې له پرهار تــښتېدې
نـــن د هـــمــاغـــه ژوبـــلـــو زړونــــو هــيــلې مــه هېروه


Hidayatullah Hayat, Stori Majala, Kunar/Afghanistan

شریکول

WhatsAppFacebookTelegram

شعر، ادب او هنرپه همدې برخه کې نور

ټولې لیکنې ←